په اسلامي شریعت کي اصل دا دی چي مسلمانه ښځه پخپل کور کي تل واوسي او له بهرته وتلو څخه منع کېږي مګر که ضرورت وي او له کورڅخه دهغې دوتلو لپاره فقهاوو ځیني مقررات وضع کړي دي چي په لاندي توګه دي :
لومړی اصل : داچي د ضرورت او اړتیا په صورت کي هغه له کور څخه بهرته وتلای شي .
عن عَائِشَةَ قالت خَرَجَتْ سَوْدَةُ بِنْتُ زَمْعَةَ لَيْلًا فَرَآهَا عُمَرُ فَعَرَفَهَا فقال إِنَّكِ والله يا سَوْدَةُ ما تَخْفَيْنَ عَلَيْنَا فَرَجَعَتْ إلى النبي صلى الله عليه وسلم فَذَكَرَتْ ذلك له وهو في حُجْرَتِي يَتَعَشَّى وَإِنَّ في يَدِهِ لَعَرْقًا فَأَنْزَلَ عليه فَرُفِعَ عنه وهو يقول قد أَذِنَ الله لَكُنَّ أَنْ تَخْرُجْنَ لِحَوَائِجِكُنَّ (البخاري)
عایشه رضي الله تعالی عنها روایت کوي چي سودة بنت زمعة رضي الله تعالی عنها دشپې لخوا څخه بهرته ووتله عمر رضي الله تعالی عنه ولیدله او ويي پېژندله او ورته ويي ویل چي : اې سوده په الله تعالی مي د قسم وي چي ته له مونږ څخه ځان پټ نشې ساتلای ( مقصد يي دهغې پدې ترټل وو چي ولي له کور څخه بهر ته راوتلي ده) سودة رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او داقصه يي ورته وکړه او هغه زما په اطاق کي ناست وواو په لاس کي یوهډوو چي غوښه يي ورڅخه خوړله وحي ورته راغله اوبیا يي وفرمایل: الله تعالی اوس تاسو ښځوته ددې اجازت درکړ چي دخپلو اړتیاوو او ضرورتونو درفع کولو لپاره له کورونو څخه بهرته ووزۍ . عیني ددې حدیث په شرح کي لیکي :
في هذا الحديث دليل على أن النساء يخرجن لكل ما أبيح لهن الخروج فيه من زيارة الآباء والأمهات وذوي المحارم وغير ذلك مما تمس الحاجة إليه وذلك في حكم خروجهن إلى المساجد (عمدة القاري)
داحدیث ددې لپاره دلیل ګرزول کېږي چي مېرمني دهرمباح ضرورت لپاره له کور څخه بهر ته وتلي شي لکه دپلاراومور ملاقات اولیدل او دنورو محارمو ملاقات ته ورتلل او داسي نور شیان چي هغوی ورته اړتیا ولري .
الله تعالی فرمايي :
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآَتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ (33) سورة الأحزاب
اوتاسي پخپلو کورونوکي ایساري شئ او دجاهلیت د مرحلې غوندي خپل ښایست مه برېښوئ اولمونځونه ودروئ او زکاتونه ورکړﺉ او د الله تعالی اود هغه درسول (ص) حکمونه ومنئ .
ابن کثیر ددې آیت کریمه په تفسیر کي لیکي :
أي الزمن بيوتكن فلا تخرجن لغير حاجة
چي د دې آیت تفسیر دادی چي ښځي دپه کورونو کي واوسۍ او بې ضرورته دبهرته نه راوزۍ .
اوچي ضرورت نه وي نو هغې ته نه دی روا چي خپل اصلي کار چي دکور سرپرستي او نګراني او دمېړه خدمت او داولاد تربیت دی هغه پرېږدي او داسي کار ته ووزي چي هغه ته اړتیا نلري .
په دې مورد کي به داښه خبره وي چي له قرآنکریم څخه ددې اصل لپاره استدلال وکړوکوم چي دموسی علیه السلام په قصه کي يي ذکر شوی دی الله تعالی فرمايي :
وَلَمَّا وَرَدَ مَاءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِنْ دُونِهِمُ امْرَأتَيْنِ تَذُودَانِ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاءُ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ (23) فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ (24)سورة القصص
کله چي موسی علیه السلام د مدین اوبو(څاه) ته ورسېدلوهلته يي یوه ډله خلګ وموندل چي خپل څاروي يي اوبول او له هغوی څخه يي ښکته خواته دوه ښځي ولیدلې چي خپل څاروي يي شړل ترڅو دنورو له څارویو سره ګډ نشي موسی علیه السلام ورڅخه پوښتنه وکړه چي څه مشکل لرۍ؟ هغوی ورته وویل : مونږ تر هغه وخته پوري خپل څاروي نه اوبوو ترڅو دا شپانه نه وي تللي او زمونږ پلار سپین ږیری بوډا دی موسی علیه السلام دهغوی څاروي ورته اوبه کړل او بیا دسیوري لورته ورڅخه ګوښه شواو ويي ویل : اې زما پروردګاره تاچي ماته دکوم نېک کارتوفیق راکړ زه هغه ته زیات محتاج یم :
دادوه آیتونه دې ته اشاره کوي چي ښځي د اړتیا او ناچاري په صورت کي کولای شي چي له کور څخه دباندي کارکولو ته پناه یوسي په عین وخت کي دادوه آیتونه ځیني مهم حقایق هم روښانه کوي :
اول : ښځه دجوړښت له لحاظه کمزوري دي او نشي کولای له نارینه وو سره یوځای کار وکړي او دا حقیقت په دې عباراتوسره جوته کېږي چي هغه دوه مېرمني وايی :
لَا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاءُ
مونږ مجبوره یو چي کله نور خلګ فارغ شي بیا خپل څاروي اوبه کړو او له هغوی سره يي یوځای نشو اوبولای .
دوهم : مسلمانه مېرمن هغه وخت له کور څخه دباندي کارکولوته مجبوره کېږي کله چي یو داسي نارینه ونلري چي هغه بهرني کارونه سرته ورسوي کوم چي دا دنارینه له واجباتو څخه دی ځکه خو دې دوو مېرمنو موسی علیه السلام ته وویل چي :
وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ
زمونږ پلار سپېن ږیری بوډا دی دا معنا چي بل داسي نارینه په کور کي نلرو چي هغه دا دڅارویوداوبولو کارسرته ورسوي او پلار مو دعمر په لحاظ نشي کولای دڅارویو څارنه او سرپرستي وکړي ځکه خو مونږ سره له دومره حیاء چي لرو يي دې کارکولوته مجبوره شوي یو ورنه دا کار دنارینه وو چي هغه بایدسرته رسولی وای او مونږ باید پخپل کور کي ناستي وای .
درېیم : مسلمان نارینه تل غیرتمن وي اوچي کله هم داسي حالت وویني نو مرستي ته وردانګي ځکه خو موسی علیه السلام دهمدغو مېرمنو مرسته وکړه اوڅاروي يي ورته اوبه کړل اود دې کار په سرته رسولويي داله تعالی ستاینه وکړه چي هغه ته يي دخیر دکار توفیق ورکړ .
په دې اساس مسلمان نارینه ته په کارده چي دخپلي مېرمني او خور یالوراویاموراویابلي نژدې قریبي ښځي دنفقې مصارف دالله تعالی درضا دحاصلولو لپاره په خپله غاړه واخلي او هغوی دېته مجبوره نکړي چي له کور څخه بهر کار وکړي همدا راز که هغه کومي مېرمني په بهر کي په کار کولو مشغولي وویني دبشپړي حیاء په مراعات کولو سره دهغو همکاري او مرسته وکړي .
دوهم اصل : ښځه به له کور څخه بهر ته دوتلواوکارکولو لپاره له خپل ولي څخه اجازت آخلي په دې حالت کي به ښځه مېړه لري او یابه يي نلري که مېړه ولري نو دمېړه له اجازې څخه پرته له کورڅخه نشي وتلای رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
ولا تخرج من بيته إلا بإذنه فإن فعلت لعنتها الملائكة ملائكة الغضب والرحمة حتى تتوب أو تراجع (البيهقي)
اوښځه به دخپل مېړه له اجازې څخه پرته له کور څخه بهرته نه وزي اوکه ووتله نو دغضب اورحمت فرشتې ورباندي ترهغه وخته لعنت وايي ترڅو چي بېرته راګرزي اویا توبه وباسي .
فقهاء لیکي چي که ښځه دمېړه له اجازې څخه پرته له کورڅخه دباندي ووزي نافرمانه ګڼله کېږي چي دسزا ورکولو مستحقه ده ځکه خوښځه دمېړه له اجازې څخه پرته بهرته نشي وتلای او مېړه به يي هم بې اساسي ضرورته بهرته نه پرېږدي، همدا راز که ښځه وغواړي چي دپلاراویامورلیدلواویايي عیادت (رنځورپوښتني) اویا يي جنازې ته ځي نو هم له مېړه څخه به اجازه آخلي که هغه اجازه ورنکړي نه به ځي خومېړه به يي له والدینو څخه ځکه نه بندوي چي په دې سره دصله رحمي قطع کول راځي اودښځي په دې پارول دی چي دهغه دحکم مخالفت وکړي او الله تعالی نارینه مکلف کړي دي چي له خپلو مېرمنو سره په ښه توګه ژوند او معاشرت وکړي .
اوکه ښځه مېړه نلري نو بیا به دبهر وتلو لپاره له والدینوڅخه اجازه آخلي اوکه والدین هم نه وي بیابه له نېکه څخه اجازت آخلي .
درېیم اصل : ښځه به داجازت په صورت کي دبهروتلو په وخت کي شرعي حجاب اغوندي اوخوشبويي اوعطر به نه لګوي چي دشرعي حجاب په بحث کي يي بشپړ تفصیل ذکرشوی دی .
څلورم اصل : دښځي بهرته په وتلو اویا په بهر کي په کار کولوکي دحرامو ارتکاب او یا دفرایضو اواجباتو دپاته کېدلو وېره نه وي ، لکه داسي کارچي له پردیو نارینه ووسره پکي اختلاط نه وي اویا له اجنبي نارینه سره پکي خلوت نه وي لکه له موټرچلوونکي سره سفر او یا له یوه کارکوونکي سره تنهايي او یا بې محرمه اوږد سفر یا داچي دهغې له دې بهرني کار څخه دکور پالنه او دمېړه خدمت او داولاد روزنه اغېزمنه نشي یا داچي دهغې کاردنارینه وو لپاره دکار دموندلو چانسونه کم نکړي او دااصل په دې فقهي قاعده باندي بناء دی چي فقهاء وايي :
كل ما اشتمل على الحرام فهو حرام (التفسير الكبير)
هرهغه کار چي دهغه په ضمن کي حرام وي نو هغه کار حرام دی .
ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب وما يترتب عليه محرم فهو محرم .
هره هغه كار چي یو واجب کار له هغه څخه پرته سرته نه رسېږي کول يي واجب دی اوهرهغه کار چي په هغه کارسره انسان دحرامو مرتکب کېږي ولوکه فې ذاته مباح وي خو حرام دی .
إن المباح إذا ترتب على محرم فهو حرام لأَنَّ ما أَفْضَى إلَى الْحَرَامِ حَرَامٌ (البحر الرائق ودرر الحكام)
هرجایز او روا کار چي په ضمن کي يي حرام کار وي نو هغه مباح کار حرام ګرزي .
ځکه خو هري مسلماني مېرمني ته په کار ده چي پخپل ورځني ژوند کي اسلامي لارښووني او اصول په ټېنګه سره مراعات کړي ، همدا راز نارینه مکلف دي چي خپلو خویندو ، لوڼو، مېندو او مېرمنو ته همدا اسلامي اصول بیان او روښانه او هغوی ورباندي پوه کړي .
أما والله لو عرف الأنام لما خلقوا لما غفلوا وناموا
لقد خلقوا لما لو أبصرته عيون قلوبهم ساحوا وهاموا
په الله تعالی مي دقسم وي که خلګ د خپل پیدایښت په مقصد خبر وای کله به هم وېده شوي نه وای دوی خودهغه څه لپاره پیدا شوي دي چي که يي دزړه په سترګو وویني هک پک او وېرونکي به پاته شي .