الله تعالی په مسلمانه ښځه باندي حجاب کول فرض ګرزولی دی ددې لپاره چي دهغې کرامت او مقام د فاسقینو دکتلو له ضرر څخه په عزت کي وساتل شي، همدا راز دمسلماني مېرمني حجاب او یاپرده کول نارینه په فتنوکي له لوېدلو څخه راګرزوي ، همدا رازدبې پردګي په نتېجه کي له پېښېدونکیو ناوړو واقعاتو څخه مسلمانه مېرمن ژغوري، ځکه خو اسلام مسلمانه ښځه پدې مکلفه ګرزوي چي دغیر محارمو په وړاندي خواه که هغوی له اقاربو څخه وي او که له اجانبو څخه وي یوشان ته اسلامي حجاب په تن کړي او دپردې اغوستل ورباندي لازمي ګرزوي اویوازي هغه نارینه چي هغوی محارم دي دهغوی په وړاندي حجاب استعمال نکړي .
اودښځي لپاره محارم هغه چاته ویل کېږي چي همدغي مېرمني ته ورسره نکاح کول دتل لپاره حرام ګرزول شوي وي اوهغوی په لاندي ډول دي :
۱- پلرونه ۲- نېکه ګان ۳- دمېړونو پلرونه ۴- دمېړونو زامن ۵- دمېرمنو خپل زامن ۶- وروڼه ۷- دوروڼو زامن ۸-دخوېندو زامن ۹- ترونه یادپلاروروڼه ۱۰- ماماګان یا دمور وروڼه همداراز رضاعي محارم دي .
له اسلام څخه مخکي په جاهلیت کي دعربو ښځي خواه که هغوی مېنځي وې او که آزادي مېرمني وې د پردیو نارینه وو په وړاندي به لوڅ مخ ګرزېدلې ځیني نور مفسرین لیکي چي له ماښام څخه وروسته به د اصحابوځیني مسلماني مېرمني دځینو ضرورتونو درفع کولو لپاره له کورونو څخه بهرته وتلې چي منافقینو به داښځي په بې حیا حرکتونو ځورولې هغوی به دمېنځو خیال ورباندي کولو بیا الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دا آیت نازل کړ چي هغه مخاطب ګرزوي :
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (59) سورة الأحزاب
اې پیغمبره ووایه ستا مېرمنو ته اوستا لوڼوته او دنورومسلمانانو مېرمنوته چي خپل ځانونه ددپردیو نارینه وو په وړاندي ) په چادرونوکي پټوي دا ددې لپاره چي هغوی وپېژندلي شي چي آزادي اوپاکدامني مېرمني دي (اومېنځي نه دي) نوبه (د ضعیف النفس انسانانو لخوا دکتلو اونور) ضرر نه ورته رسول کېږي او الله تعالی ډېر بښونکی او مهربان ذات دی .
په بل آیت کریمه کي الله تعالی هغه بیا مخاطب ګرزوي فرمايي :
قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ (30) وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آَبَائِهِنَّ أَوْ آَبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (31) سورة النور
ووایه (اې پیغمبره) نارینه وو مسلمانانو ته چي خپل نظرونه دټېټ ساتي او خپل فرجونه دخوندي ساتي دادهغوی لپاره ښه دپاکي طریقه ده او په رېښتیاسره چي الله تعالی په هغه څه ښه خبر دی چي تاسو يی کوۍ او ووایه مسلمانو مېرمنوته چي خپل نظرونه دټېټ ساتي او خپل شرم ځایونه دخوندي کړي او خپل دښایست ځایونه دنه لوڅوي مګر هغه ځایونه چي لوڅول يي حتمي وي او په خپلو سینو د چادرونه را اچوي او له خپلو مېړونو څخه پرته دبل چاته دښایست ځایونه نه ښکاره کوي او هغه چاته دښایست ځایونه ورښکاره کولای شي چي هغوی یا خو پلرونه وي او یايي دمېړونو پلرونه وي اویايي خپل زامن وي اویايي دمېړونو زامن وي اویايي وروڼه وي اویايي دوروڼو زامن وي اویايي دخوېندو زامن وي اویايي دکور ښځي وي اویا يي مېنځي وي اویا داسي نارینه وي چي دعمر په لحاظ ورڅخه د فتنې وېره نه وي او یا هغه ماشومان وي چي بلوغ ته نه وي رسېدلي اوخپلي پښې دپه زمکه په زور نه وهي ترڅودهغوی پټ ښایست او یا دپایلو آواز ښکاره کړي او ټول د الله تعالی لورته توبه ګار شۍ اې مؤمنانوښايي چي تاسو کامیاب شۍ .
دشرعي حجاب مخالفت په هېڅ شکل نه دی روا اوچي کله هم مسلمانه مېرمن په داسي ځای کي وي چي هلته پردي نارینه او یا داسي اقارب وي چي هغوی له محارمو څخه نه وي باید شرعي حجاب مراعات کړي، ځیني مېرمني خو دپردیو نارینه وو په وړاندي دپردې کولو پابندي کوي خو کله چي په اقرباوو کي له داسي یوچا سره مخامخ کېږي چي هغوی محارم نه وي لکه دترو زامن، دماماګانو زامن ، دمېړه وروڼه اویا د خوېندو مېړونه هلته بیا د حجاب مراعات نه کوي په لاسونو روغبړ ورسره کوي مجلسونه ورسره کوي حتی چي سفرونه هم ورسره کوي او په یوه دسترخوان ډوډۍ هم ورسره خوري او دايي عقیده وي چي دا هغه خپلوان دي چي پرده نه ورڅخه کېږي په دې صورت کي هغوی د بې حجابي او بې پردګي په ګناه اخته کېږي اوحقیقت دادی چي په خپلوانوکي له غیر محارمو څخه هم داسي پرده کول واجب دی لکه له پردیو نارینه وو څخه دې خبري ته پام کول ځکه ضروري دی چي دې ډول حرامو کارونو زمونږ په رسم اوعاداتو کي ځای نیولی دی اوپه حجاب کي دشرعي اصولومراعات کول حتمي دی ترڅو زمونږ خوېندي، لوڼي او مېرمني په حرامو کي مبتلا نشي .
شرعي حجاب کولای شو په لاندي ټکو کي خلاصه کړو :
۱- شرعي حجاب باید یوداسي چادروي چي ټول بدن پکي پټ کړل شي او دبدن هېڅ یوه برخه يي ورڅخه پردي نارینه ونه لیدلی شي اوښځي ته نه دی روا چي دخپل بدن یوه برخه هم لوڅه کړي ترڅو يي پردي نارینه وویني مګر که ضرورت وي لکه ډاکټر اویا معالج ته دمعایني په صورت کي اویا داسي چاته د مخ لوڅول چي هغه غواړي په نکاح يي کړي او یا دقاضي په وړاندي دشهادت دورکولو په وخت کي او یا داخېستلو اویا خرڅولو په حالت کي په داسي وخت کي يي دمخ او لاسونو لوڅول ورته دضرورت په اندازه روا دی همدا راز د احنافو په نزد ښځي ته روا دی چي په لارو او یا دضرورت په وخت کي خپل مخ لوڅ کړي او مخ او لاسونه په عورت کي شامل نه دي خو دا په هغه وخت کي چي دفتنې وېره نه وي او که ښځي سېنګار کړی وي او یا يي په لاسونو او پښو نکرېزي اېښي وي بیا د مخ او لاسونو پټول هم داسي واجب دی لکه دنورجسم اولوڅول يي نه دی ورته روا .
قال ابن عابدين في كتابه رد المحتار تمنع المرأة الشابة ، و تنهى عن كشف الوجه بين الرجال لا لأنه عورة ، بل لخوف الفتنة ، أي : تمنع من الكشف لخوف أن يرى الرجال وجهها ، فتقع الفتنة لأنه مع الكشف قد يقع النظر إليها بشهوة
د ردالمحتار مؤلف ابن عابدین لیکي : ځوانه ښځه د نارینه وو په وړاندي دمخ له لوڅولو څخه منع کېږي دا په دې وجه نه چي مخ يي عورت دی چي پټول يي واجب دی بلکه ددې له وېري چي پردي نارینه به يي مخ وویني او فتنه به جوړه شي ځکه چي هغه که مخ لوڅ کړي کېدای شي په لیدلويي د نارینه وو شهوت وپارېږي .
تمنع المرأة الشابة من كشف وجهها بين الرجال في زماننا للفتنة (البحر الرائق / كتاب الصلاة)
د البحر الرائق مؤلف ليكي : دفتنې له وېري زمونږ په زمانه کي ښځي د پردیو نارینه وو په حضورکي دمخ له لوڅولو څخه منع کېږي .
همدا راز د ټول امت فقهاء په دې متفق دي چي په ښځه باندي د مخ پټول واجب دی کله چي دفتنې وېره موجوده وي په دې معنا چي چېرته داسي نارینه وویني چي کېدای شي هغې ته په شهوت سره وګوري خواه که يي د مخ دښکلا سېنګار کړی وي اوکه يي نه وي کړی خپل مخ اولاسونه به پټوي اوپه دې هم ټول متفق دي چي ښځه کولای شي د ضرورت په وخت کي لکه مخکي چي مو وویل معالج ته اویا دشهادت په مقام کي قاضي ته اویادتعلم په وخت کي اویا دخرېد وفروخت په وخت کي خپل مخ اویالاسونه لوڅ کړي، اوپه دې اجماع راغلي ده چي بې ضرورته دښځي لپاره د مخ لوڅول حرام دی او پټول يي دنور بدن په توګه واجب دی ولوکه يي ځیني مذاهب عورت بولي لکه شوافع اوحنابله اوځیني يي بیا عورت نه بولي لکه احناف او مالکیه .
هغه جامه اویا چادرچي دحجاب لپاره يي ښځي استعمالوي في نفسه به ښایسته نه وي او نه به داسي رنګونه وي چي دلیدونکیو توجه ځان ته جلب کړي ځکه چي الله تعالی فرمايي :
وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا (سورة النور)
اوښځي به خپل ښایست نه ښکاره کوي مګر که بې له قصده ورڅخه څرګند شي
اوکله چي دحجاب جامه پخپل ځان کي ښایسته وي نو بیا يي نوروته ښکاره کول نه دی رواځکه چي حجاب ددې لپاره وي چي دښځي ښایست له پردیو نارینه ووڅخه پټ کړي اوچي حجاب پخپل ځان کي ښایست ولري نو پرده ونه شوه نوځکه هغومېرمنو ته چي غواړي شرعي پرده وکړي په کار ده چي په پرده کولوکي هغه کالی یا چادر وکاروي کوم چي تېز رنګ ولري اوغوره تېز رنګ داسي تور کالی دی کوم چي ورباندي نقاشي اوګلکاري نه وي شوي کوم چي دلیدونکیوپام ځان ته ورواړوي ، همدا راز په موجوده وخت کي مروجي افغاني حجاب (چادري) هم دپردې کولو لپاره غوره جامه ده .
بل داچي دحجاب اویا پردې کولوچادر اویا جامه بایددومر پنډه وي چي ترهغې لاندي بدن ونه لېدل شي که دحجاب چادر نری وي او ورڅخه دلاندي دښځي بدن لیدل کېږي نوحجاب نه ګڼل کېږي ځکه چي کتل یا لیدل نه بندوي لکه ځیني نرمي بُرقعې چي ځیني لاپروامېرمني يي آغوندي اورسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم صنفان من أهل النار لم أرهما بعد : نساء كاسيات عاريات مميلات مائلات رؤوسهن كأسنمة البخت المائلة لا يدخلن الجنة ، و لا يجدن ريحها ، و إن ريحها ليوجد من مسيرة كذا (مسلم) وفي رواية خمسمائة سنة
له أبوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دوه ډلي خلګ دي چي هغوی دوزخیان دي او ماتر اوسه لا هغوی نه دي لیدلي ، چي له هغوی څخه یوه ډله هغه ښځي دي چي څه به يي اغوستلي وي خوپه حقیقت کي به لوڅي وي هم به دپردیو نارینه وو پام دځان لورته اړوي او هم به دوی دهغوی خواته په حرکتونو اودنازپه تګ کولو سره میلان کوي سرونه به يي داسي جوړ کړي وي لکه دمایګي اوښ کومی جنت ته به نه داخلي کېږي او نه به يي دجنت بوی ترسپوږمو شي اودجنت بوی به مؤمنان دپنځو سوو کلونو دسفر په فاصله کي مومي .
دحجاب جامه باید تنګه نه وي لکه ځیني تنګ کوټونه اویا پتلونونه چي دښځي د بدن حجم او یا دفتنې دځایونو حجم ښکاره کوي ولوکه پنډه وي خو شرعي حجاب نه بلل کېږي ، هغه مسلماني مېرمني چي داډول لباس دپردې لپاره اغوندي چي دهغوی سینه په کي معلومېږي او یايي ورنونه اوکوناټي پکي معلومېږي ولوکه اوږد او پنډ هم وي خو حکم يي دهغو لوڅو مېرمنو دی کوم چي په مخګیني حدیث کي يي یادونه وشوه .
بل داچي مسلماني مېرمني دحجاب کالی باید معطر یا خوشبویه نکړي او نه بهرته دوتلو په وخت کي خوشبويي استعمال کړي ځکه ښځه چي کله معطري جامې واغوندي او خوشبويي ولګوي د نارینه ووشهوت پاروي او هغه ښځي چي له خپل کورڅخه دوتلو په صورت کي خوشبويي لګوي او یا معطر لباس اغوندي ولوکه يي شرعي حجاب اغوستلی وي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ښځه زانیه (زناکاره) بللي ده .
عن أبي موسى الأشعري أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال أيما امرأة استعطرت فمرت على قوم ليجدوا ريحها فهي زانية وكل عين زانية .( سنن البيهقي الكبرى)
له ابوموسی الأشعري رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هره ښځه چي خوشبويي ددې لپاره ولګوي چي کله په نارینه وو تېرېږي او هغوی ته يي خوشبويي ورشي نو هغه ښځه زناکاره ده او پردیو ښځو ته په شهوت کتونکي سترګه زنا کوونکي ده .
دا معنا چي دومره ګناه يي ده لکه د زنا کولو ځکه چي داښځه د خوشبويي په وسیله د نارینه وو شهوتونه را پاروي او دا زنا ته دیوې مؤثري وسیلې په توګه ده .
همدا راز به دمسلماني مېرمني د حجاب په لباس او نور پوښاک کي نارینه وو ته ورته والی نه وي اونه به هغه لباس اغوندي کوم چي نارینه يي اغوندي ځکه چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم لاندي حدیث نقل شوی دی :
عن أبي هريرة رضي الله عنه لعن النبي صلى الله عليه وسلم الرجل يلبس لبسة المرأة و المرأة تلبس لبسة الرجل (الحاكم)
له أبوهریره رضي الله تعالی عنه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه نارینه لعنت ویلی دی څوک چي دښځو جامه اغوندي او همدا راز يي په هغه ښځه لعنت ویلی دی کومه چي د نارینه جامه اغوندي .
عن بن عَبَّاسٍ قال لَعَنَ النبي صلى الله عليه وسلم الْمُخَنَّثِينَ من الرِّجَالِ وَالْمُتَرَجِّلَاتِ من النِّسَاءِ وقال أَخْرِجُوهُمْ من بُيُوتِكُمْ (صحيح البخاري)
له ابن عباس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی فرمايي : چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغو نارینه وو لعنت ویلی چي د ښځینه وو پوښاک او څېره ځان ته خپلوي او همدا راز يي په هغو ښځو لعنت ویلی دی څوک چي د نارینه وو په شکل او لباس کي خپل ځان جوړوي (لکه په موجوده عصر کي چي يي مونږ وینو)
بل داچي د حجاب په جامه کي به د کلېسا راهباتو او یا کافرو ښځوته ورته والی نه وي ځکه چي اسلامي شریعت مسلمان نارینه او مسلمانه ښځه دواړه له دې څخه منع کوي چي په پوښاک او څېره کي به له کفارو سره ورته والی (تشبه) نه خپلوي . ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنه ولید چي ګلابي (معصفري) جامې يي اغوستي وې او ورته ويي فرمایل :
إن هذا من ثياب الكفار فلا تلبسهما (مسلم)
دادکفارو له جاموڅخه دي مه يي اغونده .
بل داچي د حجاب جامه به دشهرت کالی نه وي ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
من لبس ثوب شهرة في الدنيا ألبسه الله ثوب مذلة يوم القيامة (ابن ماجه)
چاچي په دنیا کي دشهرت جامه واغوستله الله تعالی به دقیامت په ورځ دذلت اوسپکي جامه ورواغوندي.
دشهرت جامه هغه جامه ده چي یوڅوک يي په خلګوکي دشهرت موندلو په نیت اغوندي لکه یوه دلوړ قېمت جامه چي یوڅوک يي پدې نیت واغوندي چي دنورو په وړاندي ورباندي فخر وکړي او داشرط په نارینه وو اوښځینه وو دواړوباندي تطبیق کېږي نوڅوک چي دشهرت جامې په تن کوي باید الله تعالی ته ورباندي توبه ګار شي ورنه دالله تعالی دهماغه وعېد مستحق ګرزي کوم چي په حدیث نبوي کي ذکر شولو.
کوم شرطونه چي دحجاب په هکله ذکر شو مسلمانه مېرمن یي باید په خپل حجاب کي مراعات کړي همدا راز مسلمان نارینه مکلف دی چي خپلي مېرمني او هغه چاته چي دده تر روزني او تربیې لاندي وي همدا ډول حجاب تهیه کړي همدا راز په کار ده والدین خپلي لوڼي له لسو کلونو څخه وروسته دهمدې ډول حجاب داغوستلو پابندي کړي او درسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول د په یاد وساتي چي فرمايي :
الحياء و الإيمان قرنا جميعا ، فإذا رفع أحدهما رفع الآخر(الحاكم )
حیاء او ایمان یوله بل سره نښتي دي کله چي یوله مېنځه ولاړ شي هغه بل هم له مېنځه ځي .
کله چي په یوه کورنۍ او یاټولنه کي دشرعي حجاب ذکر شوي اصول پلي کړل شي بیا به کله هم دیوچا عزت او یاناموس ته کوم داسي خطر او ګواښ نه متوجه کېږي کوم چي عفت يي اغېزمن کوي او دا یوشرعي مکلفیت دي چي نارینه اوښځینه يي باید په عملي ژوند کي خیال وساتي
وربّ قبيحة ما حال بيني ................................................ وبين ركوبها إلا الحياء
فكان هو الدواء لها ولكن ............................................. إذا ذهب الحياء فلا دواء
إذا رُزق الفتى وجها وقاحا ............................................ تقلّب في الأمور كما يشاء
ډېر ځله زما او دګناه په مېنځ کي حیاء خنډ واقع شوي ده نو همدغه حیاء علاج دی او چي کله حیاء ختمه شوه بیا دګناه دمخنیوي بل علاج نشته کله چي دیوه ځوان څېره بې حیاء او رسوا وي دهغه چي بیا څرنګه خوښه وي هغسي په ګناهونوکي آوړي او را آوړي .