(درنو لوستونکیو مسلمانو وروڼو! پیغام ویب پاڼي ته ښه راغلاست ! دروژې دمبارکي میاشتي دمصروفیتونو له کبله زمونږ دپاڼي په ښه والي کي دځنډ دراتللو معذرت مو ومنئ (آزمایشي بڼه  
اسلام دښځي مقام په هغه اندازه وچت کړی دی او هغه عزت او کرامت يي ورته بښلی دی کوم چي په بل هېڅ دین او مذهب کي يي ساری نشته په اسلام کي ښځي د نارینه وو سیالاني دي لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
(عن أم سليم قالت قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن النساء شقائق الرجال . (أبوداؤد
له أم سلیم رضي الله تعالی عنها څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ښځي د نارینه وو سکنۍ او سیالاني دي .
همداراز فرمايي :
(عن عائشة قالت قال رسول الله صلى الله عليه وسلم خيركم خيركم لأهله وأنا خيركم لأهلي (المستدرك وصحيح ابن حبان
له عائشه رضي الله تعالی عنها څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په تاسوکي زیات غوره هغه څوک دی چي له خپلي مېرمني سره دښه سلوک اوغوره اخلاقو څښتن وي او زه په تاسو کي له خپلو مېرمنو سره دغوره سلوک خاوند یم .
رېښتیا هم که مونږ په دقت سره ورته ځېر شو اسلام د ښځینه وو مقام ته زیات ارزښت ورکړی دی که يي د عمر د کته ګوري په لحاظ وګورو وینو چي ښځي ته د وړکتوب په حالت کي د شېدو د ورکولو او زیاتي پاملرني او ترهغه وخته دښې پالني حق ورکوي ترڅو چي هغه لویېږي چي په دې هکله زیات احادیث رانقل شوي دي او مونږ دلورانو دپاللو په بحث کي هم دا موضوع سپړلي ده او هغه د عمر په دې مرحله کي د والدینو او وروڼود سترګو سوړوالی او د زړه مېوه ګرزوي . اوکله چي هغه د بلوغ مرحلې ته ورسېږي بیا هغه عزت ورته بښي چي ولي الأمر يي دهرڅه مسئول وي او غیرت ورباندي کوي اوکله هم دانه خوښوي چي پردي لاسونه ، ژبي او سترګي د هغې خواته کږې شي .
او چي کله واده کېږي د الله تعالی په کلام سره يي نکاح تړله کېږي او له خپل خاوند سره يي د الله تعالی په پیمان تړون تړل کېږي او د خپل نارینه په کور کي د عزت ژوند تېروي او د هغې نارینه په دې مکلف ګرزول کېږي چي د هغې قدرداني وکړي د احسان کولو تګلاره ورسره خپله کړي او له هرډول ضرر او تکلیف څخه يي وساتي .
که هغه مورشي نو اطاعت او احسان يي د الله تعالی له حق سره نښتی وي اودهغې نافرماني او ځور ورته رسول د شرک اوپه زمکه کي دفسادله خپرولو سره انډول وي .
اوکه هغه دیوچا خورشي نو مسلمان نارینه ورسره په خپلوي پالني او صله رحمي کولو مکلف ګرزول کېږي چي دټولو چارو نګراني او سرپرستي يي وکړي .
او که هغه د یوه نارینه د مور خور(خاله) شي نو دمور مقام ورکول کېږي چي دمور غوندي به احسان ورسره کوي او خپلوي به ورسره پالي .
اوچي کله انا (نیا\ جده) شي او په عمر کي مشره شي نو د اولادونو او لمسیانو او ټولو خپلو خپلوانوپه نظر کي يي قدر زیات شي چي په زیاته مینه او احترام يي خبروته غوږ نیسي او مشورې يي په پام کي نیسي او د هغې رایه شاته نه غورزوي او زړسوي او ترحم ورباندي کوي .
او که هغه د یو چا قریبه او یا ګاونډۍ نه وي نو په ټولو مسلمانانو يي د اسلام عمومي حقوق واجبوي چي مرسته به يي کوي ، ضرربه نه ورته رسوي او خپل نظرونه او کتل به ورڅخه بندوي .
اوتر اوسه پوري په اسلامي ټولنو کي د ښځي دا ټول حقوق خوندي دي چي د هغې ارزښت او قیمت يي پداسي شکل لوړ کړی دی چي په نورو غیر اسلامي ټولنو کي يي ساری نه موندل کېږي .
ددې هرڅه ترڅنګ ښځه په اسلام کي د ملکیت د لرلو ، د راکړي ورکړي، اخېستلو او خرڅولو ، د ټولو اسلامي عقدونو او قراردادونو دکولو او دزدکړي او ښووني حقوق لري پداسي بڼه چي د اسلامي شریعت له اصولو سره مغایرت اومخالفت ونلري بلکه علم او پوهنه تریوه ټاکلي اندازې پوري په نارینه اوښځینه دواړو برابر فرض عین ګرزوي چي که يي زده نه کړي نو نارینه اوښځینه دواړه د ګناه مرتکب کېږي .
په زیات ترو مواردو کي يي اسلام برابر حقوق ټاکلي دي مګر ځیني داسي ټاکلي ځایونه شته چي هلته دفطري ځانګرتیاوو په اساس دښځو لپاره ځانګړي احکام او دنارینه وو لپاره ځانګړي احکام تعین شوي دي چي په خپلو ځایونو کي يي تفصیل ذکر شوی دی .
دا خو یواځي د اسلام مقدس دین دی چي ښځي ته د هغه څه حکم کوي چي د هغې عزت او کرامت وساتي او له بې حيا ژبو او له خیانت پېشه سترګو او له پلیدو لاسونويي خوندي کړي ځکه خو ورته د حجاب او پردې کولو حکم کوي چي خپل ځان او ښایست به نه لوڅوي ، له پردیو نارینه وو سره به اختلاط او ګډون نه کوي او هېڅ داسي کارته به نه وړاندي کېږي چي هغه په فتنه کي واچوي .
همدا راز اسلام هغې ته دا دعزت مقام وربښلی دی چي نارینه په دې مکلف ګرزوي چي د هغې لګښت او مصارف په غاړه واخلي او په ښه توګه ورسره ژوند وکړي ، په هغې باندي له ظلم کولو او له ځور ورکولوڅخه ځان وساتي .
د اسلام یوه بله خوبي داده چي که نارینه او مېرمنه يي یو له بل سره ګوزاره نشي کولای او نېکمرغه ژوند نشي جوړولای نو چي کله د هغوی کورنی ژوند دوژخ شي او دروغي جوړي او اصلاح لاري ټولي وتړلي شي بیا نارینه ته داحق ورکوي چي خپلي مېرمني ته طلاق ورکړي .
همدا راز که نارینه ظلم کوي او له خپلي مېرمني سره بدخویه او بد ګوزاره شي او په هېڅ ډول د حالاتو سمون ممکن نه وي بیا ښځي ته اسلام دا حق ورکوي چي د مالي بدل په مقابل کي چي طرفین ورباندي موافقه وکړي له خپل نارینه څخه (خُلع) طلاق واخلي.
یوه بله بڼه چي اسلامي شریعت دښځي کرامت ورباندي خوندي کړی دی هغه داده چي نارینه له دې څخه منع کوي چي خپله ښځه بلا جواز ووهي او په داسي حالت کي اسلام ښځي ته داحق ورکوي چي خپل خپلوان ورباندي خبرکړي او يايي د وخت حاکم او یا قاضي ته شکایت وکړي داځکه چي ښځه هم یو مکرم انسان ده چي د الله تعالی په دې قول کي شامله ده.
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آَدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا (70) سورة الإسراء.
اوضرور په رېښتیا سره مونږ انسان د عزت څښتن ګرزولی دی او هغه مو وچو او سمندرونو ته بېولی دی او پاک خوراکونه مو ورکړي دي او په زیات ترو هغو مخلوقاتو چي مونږ پیدا کړي دي هغه ته مو غوره والی او برتري ورکړي ده .
اسلامي شریعت له مېرمني سره په ښه شکل ګوزاره کول د نارینه لپاره یو اختیاري کار نه دی ګرزولی چي که يي خوښه وه کوي به يي او که يي نه وه خوښه نه به يي کوي بلکه دا یي واجب ګڼلی دی چي نارینه ورباندي مکلف ګرزوي .
الله تعالی فرمايي :
وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا (19) النساء
اوتاسي له ښځو سره په ښه طریقه ژوند او معاشرت کوۍ که ستاسو هغوی نه خوښېږي نو ډېر ځله تاسو یوشی نه خوښوۍ خو الله تعالی درته زیات خیر اوبرکت پکي واچوي .
په حدیث شریف کي راځي :
(عن عبد الله بن زمعة قال قال رسول الله لا يجلد أحدكم امرأته جلد العبد ثم يجامعها في آخر اليوم (البخاري ومسلم
له عبدالله بن زمعة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په تاسو کي د یوڅوک خپله مېرمن داسي په قمچینه نه وهي لکه خپل مزدور او یا چپړاسي چي وهي او بیا د ورځي په پای کي ورسره هم بستري کوي .
په دې حدیث شریف کي دا خبره بشپړه جوته شوي ده چي د ښځي په داسي شکل وهل يي غېندلی دی لکه یوڅوک چي خپل چپړاسي په تازینه باندي وهي او په دې هم پوهېږي چي داخو مي مېرمن ده او ځانګړي اړیکي ورسره لرم چي بېګا به ورسره یوځای څملم .
خو ددې مطلب دا هم نه ده چي دښځي وهل بېخي نه دي روا بلکه د ښځي د وهلو لپاره اسلامي شریعت څه اصول او مقررات ټاکلي دي چي د اړتیا په صورت کي که نوري اصلاحي لاري ګټه ونکړي نارینه کولای شي وهلو ته د وروستۍ وسلې په توګه لاس واچوي .
د شریعت په چوکاټ کي د ښځي دوهلو یوازي هغه څوک مخالفت کوي چاته چي الله تعالی دیني پوهنه نه وي ورپه برخه کړي او د اسلامي تشریعاتو په حکمتونو نوي خبر خواه که هغوی د اسلام دښمنان وي او که هغه ناخبره مسلمانان وي کوم چي د لوېدېزي نړۍ په اورسو کي يي وده کړي وي او د هغوی په سیوري کي لوی شوي وي ، دوی هغه څوک دي چي ځانونه دښځو د حقوقو مدافعین ګڼي اوهغوی وهل دښځي سپکاوی ګڼي .
آیا هغه څوک د ښځي سپکاوی کوي چاچي هغه پیدا کړي ده او دهغې مهربان پروردګار دی او هغه په هغو لارو چارو ښه پوهېږي په کوم کي چي ددې مخلوق نېکمرغي پټه ده ؟
او که هغه څوک د ښځي د مقام توهین کوي څوک چي ښځي ته دیوه تجارتي توکي په سترګه ګوري چي کله يي د صلاحیت نېټه پایته ورسېږي بیا يي له هراعتبار څخه وغورځوي ؟
دا په اصطلاح دښځو د حقوقو مدافعین که دنافرماني ښځي وهل ښه نه ګڼي په دې ولي پټه خوله پاته دي چي د هغوی په ټولنو کي دا نافرماني مېرمني د کور سرپرست نارینه وهي؟ او تل د هغه په نافرماني کي لګیاوي نه خو يي نصېحت ته غوږ ږدي او نه يي په خپګان څه پرواساتي .
هغوی ددې نافرماني څرنګه معالجه کوي او نارینه وو ته څه ډول مشورې ورکوي کله چي يي ښځي بې حیا او نافرماني شي دوی به کومه د معالجې لاره خپلوي؟ کېدای شي ددې پوښتني ځواب دجاهلیت د مرحلې دیوه شاعر په دې شعر کي پروت وي چي هغه خپلي مېرمني ته وايي :
إذا ما جئتِ ما أنهاكِ عنه ................................................. فلم أنكر عليك فطلقيني
فأنتِ البعلُ يومئذٍ فقومي ............................................. بسوطك-لا أبا لك- فاضربيني
کله چي ته یوداسي کار وکړې چي ماته ورڅخه مخکي منع کړي یې او زه د ورباندي ونه ترټم نو په هماغه ځای مي طلاقه کړه په هماغه ورځ به مي ته مېړه يې بیا نو تازینه راواخله او ته به بې پلاره یې چي مابه نه وهې او خامخا به مي وهې .
هو!! په لوېدېزه نړۍ کي داسي مېرمني ډېري دي چي خپل نارینه يي څو څو ځلي وهلي دي خو نارینه يي خوله ورباندي پټوي خو چي کله يي خبره له قدرت څخه بهر شي بیا هغې ته طلاق ورکړي بیا يي مېرمن پښېماني څرګندوي او وايي چي زه ددې طلاق سبب وم ما هغه وهلو خو هغه د حیاء له وجهي دا خبره پټوله خو چي کله يي د صبر پېمانه ډکه شوه ماته يي طلاق راکړ ، همدغه مېرمن چي د نارینه مقام يي اشغال کړی وو په خپلو کړو وړو پښېمانه وي او وايي چي زه مېرمنو ته داتوصیه کوم چي خپل نارینه د نه وهي .
اسلامي شریعت نارینه ته دخپلي مېرمني د وهلو اجازت ورکړی دی لکه چي الله تعالی فرمايي :
وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا (34) سورة النساء
او هغه مېرمني چي تاسو د هغوی له سرکشي او نافرماني څخه وېرېږۍ هغوی ته نصېحت او وعظ کوۍ او د وېده کېدلو په ځای کي يي تنها پرېږدۍ او تاسو هغوی وهۍ او که ستاسو خبره ومني بیا ورباندي د ظلم کولو بله لاره مه جوړوۍ .
همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث شریف کي چي جابر رضي الله تعالی عنه يي روایت کړی دی فرمايي :
(ولكم عليهن ألا يوطئن فرشكم أحداً تكرهونه، فإن فعلن ذلك فاضربوهن ضرباً غير مُبَرِّح (مسلم في الافراد
ستاسو په خپلو مېرمنو دا حق دی چي ستاسو په غولي به هغه چا ته د قدم اېښودلو اجازت نه ورکوي څوک چي ستاسو نه خوښېږي او که داسي وکړي بیا يي پداسي شکل ووهۍ چي په بدن کي يي وهل کوم عیب جوړ نکړي .
هو! اسلامي شریعت نارینه ته د خپلي مېرمني دوهلو اجازت ورکوي خو دداسي وهلو اجازت کله هم نه ورکوي چي هغه وهل د مېرمني په بدن کي داغونه او عیبونه جوړ کړي او د نارینه مقصد ورڅخه دخپل زړه سړول او یا غچ اخېستل او یا ښځي ته تعذیب ورکول او دهغې سپکول او یا په داسي ژوند کولو د هغې مجبورول وي کوم چي د هغې خوښ نه وي .
بلکه نارینه د اړتیا په صورت کي د مېرمني د تأدیب لپاره وهلوته لاس اچوي چي د یوه زړسواند مربي په توګه به يي وهي داسي به نه وي چي پخپل مزاج سره يي وهي او نه به په وهلو کي له قساوت او سنګدلي څخه کار اخلي مقصد داچي اسلام نارینه ته د وهلو اجازت ورکوي خو په لاندنیو شرطونو سره چي په پام کي به يي نیسي :
۱- کله چي مېرمن په خپله سرکشي او نافرماني باندي ټېنګه وي او وعظ ونصېحت ورباندي څه تاثیر ونکړي او د بستر بېلوالی يي هم لاري ته سمه نکړای شي بیا نارینه وهل د وروستۍ وسلې په توګه کارولای شي .
۲- هغې ته په وهلو سره سزا ورکول باید د ګناه له حجم سره برابر وي هغه به د بستر بېلوالی ته ترهغه وخته لاس نه اچوي کله چي د تقصیر حجم په وعظ او نصېحت ارزي او نه به وهلو ته وردانګي کله چي د بستر بېلوالی يي نه وي آزمویلی داځکه چي دګناه له حجم څخه زیاته سزا ورکول ظلم دی .
۳- په وهلو کي نیت او مقصود دمېرمني تأدیب او د هغې د تقصیر معالجه وي کوشش به کوي چي سزا کمه او وهل سپک وي او کوشش به کوي چي په تنکۍ لښته او یاد مسواک په لښته سره ښځه ووهي .
۴ - د داسي ځایونو له وهلو څخه به ډډه کوي چي هلته دعیب او نقصان خطره وي لکه سر او مخ او ګېډه .
۵ - نه خو به په وهلو کي هډوکي ورماتوي او نه به کوم اندام ور عیب جن کوي او نه به يي وینه تویوي او په یوه ځای به يي دوه ځلي هم نه وهي اوچي کله ووېروله شي او یا توبه ګاره شي بیابه له وهلو اوښکنځلو اواضافه سپکولو څخه لاس آخلي .
۶ - وهل به دداسي تقصیر په وجه وي چي هلته یوه شرعي ګناه وي او یا مېرمن د الله تعالی اوامراو د هغه مقدس شریعت یوحکم شاته وغورځوي نه داچي په خوراک کي يي مالګه زیاته کړي وي او یايي د کور صفايي نه وي کړي وغیره دداسي کارونو معالجه او درملنه باید یوازي په خوږو او پستو خبرو اویاپه یوازي ترټنه سره وي اوبس .
مقصد داچي وهل یوازي د اصلاح په خاطر وي نه د مېرمني د اهانت او سپکولو په وجه ، او که مېرمن د نارینه د وهلو په نتېجه کي مړه شي کفاره او دیت يي دواړه په مېړه باندي واجب الأداء ګرزي .
د همدغو ذکر شویو شرایطو له مخي مونږ ته دا څرګنده شوه چي په اسلام کي د نارینه وهل دخپلي مېرمني دتقصیر د معالجې لپاره یو درمل دی چي باید وخت او نوعیت او کیفیت او دځای قابلیت پکي مراعات کړل شي .
خو دهغه چاچي الله تعالی يي د اسلامي تشریعاتو په وړاندي سترګي ړندې کړي وي هغوی ورته سرچپه ګوري اوحق ته د باطل پوښ وراغوندي ، حقیقت خو داده چي اسلامي شریعت د ښځي د اصلاح او تأدیب لپاره یوازي وهل نه دي ښودلي بلکه دا يي وروستي علاج ښودلی دی سره له دې چي ښه يي هم نه ګڼي ، کله چي ښځه نافرمانه شي او دنارینه ګوزاره ورسره مشکل شي او په سر سپرېږي او دشیطان لاره يي نیولي وي او نصیحت ورته ګټه نه رسوي او دبستر بېلوالی ورباندي اغېزه نکوي نو پداسي حالت کي به نارینه څه کوي ؟ آیا دا دښځي کرامت خوندي کوي چي د هغې نافرماني ته غاړه ټېټه کړي او چي دښځي يي څه زړه غواړي هغه وکړي ؟ آیا ښځه داخوښوي چي د هغې په بې شرمي او بې حیايي او نافرماني باندي خلګ خبرشي او بیا يي هرڅوک ملامته کړي او هرڅوک پکي سپک ورک وايي ؟
که ښځه په همدغه نافرماني کي پرېښودله شي او نارینه يي د سمولو کوشش ونکړي غالباً به هغه طلاقه کېږي نو تر طلاقولواو د کورني ژوند تر نړولو خو دپه لښته وهلو او یا په مسواک وهلو ضرر ډېر کم دی او دلوی ضرر په مقابل کي د کم ضرر ارتکاب یوستایلی کار دی لکه چي ویل کېږي .
وعند ذكر العمى يستحسن العورُ.
ددواړو سترګو تر ړوندوالي د یوې سترګي ړوند والی غوره دی .
وهل د معالجې له لارو چارو څخه یوه لاره ده چي دځینو هغو انسانانو لپاره ضروري ګڼل کېږي چي په سمه خبره نه پوهېږي او وعظ او نصېحت ورته ګټه نشي رسولای په منطق او دلیل يي سر نه خلاصېږي او دقناعت ورکولو مهار په پوزه کي کي نه پرېږدي .
ځینو څېړنواو تجربو داښودلي ده چي ځیني مېرمني ترهغه وخته پوري آرامي نه کېني ترڅو چي سختي ونه وهلي شي څیني مېرمني خو لا داسي هم وي چي د خپل نارینه تشدد او وهل خوند ورکوي نو که د یو چا ښځه همداسي وي نو هغه بې وهلو کله هم په روغه لاره نه ځي .
ځینو شواهدو او ځینو انحرافاتو داجوته کړي ده چي د ځینو ټاکلیو انحرافاتو د اصلاح غوره وسیله همدغه وهل دي چي هم بې لاري انسان لاري ته برابروي او هم يي خوشاله ساتي ، ځیني مېرمني داسي هم وي چي د خپل نارینه (قوام) واکمني او برلاسي ترهغه وخته نه مني ترڅو چي له جسمي او عضلاتي پلوه ورباندي برلاسی نشي اوخپل جسماني قوت ورښکاره نکړي .
که ټولي مېرمني هم داسي نه وي خو له دې څخه هم انکار نشي کېدلای چي داسي مېرمني هم شته چي یوازي وهل يي په سمه لاره برابرولای شي او مونږ داسي ډېري مېرمني لیدلي دي .
خوهغه څوک چي د لوېدېز د فرهنګ تر اغېزې لاندي راغلي دي او په هرڅه کي د غرب تګلاره خپلوي مونږ ته داسي پیغام راکوي چي ګواکي په لوېدېزه نړۍ کي مېرمني له خپلو مېړونو سره دزیاتي نېکمرغي ژوند سرته رسوي او له خواږه ژوند څخه برخه مني دي .
خو کوم واقعیتونه چي د احصائياتو اوسرڅېړنوله مخي زمونږ مخي پراته دي هغه بل څه وايي راشۍ چي دا لاندي کرښي وګوروکومي چي له (دور المرأة المسلمة في المجتمع إعداد لجنة المؤتمر النسائي الأول) څخه مو را ژباړلي دي او دهغو ټولنو وحشت وګورو کوم چي مسلمانان په وحشت او دښځو دحقوقو په پایمال کولوتوروي :
۱ - د امرېکي دټایم مجله لیکي چي شپږ ملیونه ښځي هرکال په امرېکاکي د خپلو مېړونو له لاسه د لویو پېښو ښکار کېږي او له دوو زرو څخه نېولي تر څلورو زرو پوري ښځي هرکال د وهلو په نتېجه کي مړې کېږي او د امریکا امنیتي پولیس د خپل وخت درېیمه برخه د هغو ټلیفونونو په ځوابولو کي لګوي کوم چي د کورني تشدد په هکله ورته راځي .
۲ - په ۱۹۷۹ مېلادي کال کي د امریکا د فیدرالي تحقیقاتو دفتردا خبر خپور کړ چي په سلو کي څلوېښت ٪۴۰ دقتل پېښي د کورني ستونځو په نتېجه کي رامېنځ ته کېږي او ٪۲۵ په سلو کي پنځه وېشت دځان وژني هڅي هغه مېرمني کوي چي په کورني ژوند کي له ستونځو سره لاس او ګرېوان وي .
۳ - یوه امریکايي سرڅېړنه چي په ۱۹۸۷ م کي سرته رسول شوي ده وايي چي ٪۷۹ په سلو کي نه اویا نارینه مېرمني وهي په تېره بیا چي کله يي له هغوی سره واده شوی وي داڅېړنه دهغي سرشمېرني په اساس شوي وه کومه چي د سایکولوژي استاذ جون بیریر دجنوبي کارولینا په پوهنتون کي د شاګردانو ترمېنځ کړي وه دا سرشمېرنه ښیي چي دنارینه وو له خوادمېرمنو دوهلوکچه ډېره لوړه ده که دا دپوهنتون دشاګردانو حالت وي نود هغه چا به څه حالت وي دچاچي د پوهني سویه ټېټه وي؟
۴ - په هغه څېړنه کي چي د نفسیاتي روغتیا لپاره دامریکا قومي ادارې سرته رسولي ده راغلي دي چي ٪۱۷ په سلو کي اوه لس هغه مېرمني چي په روغتونونو کي د عملیاتو غرفو ته ننوزي دمېړونو او دوستانو دوهلو قرباني وي او ٪۷۳ په سلو کي درې اویا هغه مېرمني روغتونونو ته مراجعه کوي چي د وهلو په نتېجه کي روغتیايي ستونځي ورته رسېدلي وي .
ددې څېړني سرته رسوونکی ایوان سټارک چاچي د مېرمنو ۱۳۶۰ دوسیې څېړلي دي وايي کوم پرهارونه چي ښځو ته د وهلو په نتېجه کي رسېدلي دي ترهغو پرهارونو يي کچه لوړه ده کوم چي د موټرونودټکراو دغلاګانو او اجتماعي جنسي تېري په نتېجه کي رامېنځ ته کېږي .
په واشنګټن کي دکورني تشدد په خلاف دقومي ائتلاف دمؤسسې د چاروسمبالوونکیه جانیس مور وايي: دمېرمنو وهل د ډېرخواشینوونکی او وېروونکی ماتم حد ته رسېدلی دی ، دامریکا د ټولو ایالتونو په ګوښو اوڅنډو کي نارینه خپلي مېرمني په داسي شکل وهي چي اکثره يي روغتونونو ته ددرملني لپاره مراجعه کوي او هلته بستري کېږي .
هغه زیاتوي : چي پرهارونه غالباً د سترګو په خواوشاکي تورداغونه وي ، یايي هډونه مات شوي وي ، یا سوځول شوي وي ، یا په چاړو وهلي شوي وي ، یا په ګولیو وېشتلي شوي وي، یاپه کرسیو وېشتلي شوي وي او یا په ډنډو او لېنټرونو وهلي شوي وي .
هغه زیاتوي او وايي : چي زیاته خواشېنوونکیه خو داده چي زیاتي مېرمني روغتونونو ته نه ځي او په کور کي دننه د زخمونو او پرهارونو پټۍ برابروي او کورنۍ درملنه يي کوي .
جانیس مور وايي : زما د اټکل له مخي هغه مېرمني چي په کورونو کي هرکال وهلي کېږي شمېره يي شپږو ملیونونو ته رسېږي مونږ دا معلومات دامریکا د فیدرالي تحقیقاتو د ادارې له دوسیو څخه او له هغو دارالأمانونو څخه راغونډ کړي دي چېرته چي تښتېدلي مېرمني ورته د مېړونو له تشدد او وهلو څخه پناه ور وړي د همدغو معلوماتو د کره والی لپاره ذکر شوي مرجع او همداراز (المجتمع العاري بالوثائق والأرقام) وګورۍ .
په هغه کتاب کي چي عبدالسلام البسیوني لیکلی دی اونوم يي دی (ماذا يريدون من المرأة) دوی له ښځي څه غواړي ) راغلي دي
۱- په جاپان کي دمېرمنو د طلاقولو دوهم عامل د هغوی وهل وي .
۲- په ۱۹۸۰ م کي یوازي دبرازیل د ساوباولوپه ښارکي ۷۷۲ مېرمني مېړونو ووژلې .
۳- درې ترڅلو ملیونو ښځو پوري هرکال د مېړونو او مینه لرونکیو له لاسه له توهین او سپکي سره مخامخ کېږي .
۴- یوه کاناډايي سرڅېړنه وايي چي هلته دمېرمنو څلورمه برخه یعني تقریباً اته ملیونه ښځي هرکال د مېړونو له خوا له بدچلند سره مخامخ کېږي .
۵- په برېتانیا کي له پنځلسوکلونوڅخه راپدېخوا د لندن پولیس په کال کي سل زره داسي ټلیفونونه وچتوي کوم چي مېرمني يي ورته د مېړونو د وهلو له وجهي کوي .
۶- په امریکا کي د هرلسو ثانیو په دوران کي یوه ښځه د نارینه له خوا له بدچلند سره لاس او ګرېوان کېږي.
۷- په آلمان کي هرکال سل زره مېرمني دي چي مېړونه يي وهي او په فرانسه کي دوه ملیونه مېرمني داسي دي چي د کال په اوږدو کي يي مېړونه وهي .
۸- په سلو کي شپېته هغه ټلیفونه چي دشپې لخوا د پاریس پولیسو ته کول کېږي د هغوی مېرمنو واویلا وي چي مېړونه يي ورسره بد چلند کوي .
داځیني هغه احصائيې وې چي مونږ یواځي ددې لپاره وړاندي کړې چي هغه څوک چي د مېرمنو د حقوقو د دفاع نعرې سورې وهي د هغوی د مېرمنو حالت داسي دی ورنه دې سرڅېړنو ته په دې وجه اړتیا نشته چي ترکفر لویه ګناه نشته .
هغه څوک چي زمونږ په ټولنه کي د مېرمنو ددفاع چیغي وچتوي او غواړي دلوېدېز فرهنګ دلته پلی کړي ودګوري چي آیاپه لوېدېزه نړۍ کي د ښځي انساني کرامت خوندي دی او مقام يي کوم ارزښت لري دا هماغه لوېدېز دی چي مېرمني پکي د نارینه وو له لاسه دظلم اواستبداد فریادونه وهي؟
خولکه چي شاعر وايي :
إذا لم يكن للمرء عين صحيحة ............................ فلا غرو أن يرتاب والصبح مسفر
کله چي دانسان سترګي علت مني وي سپېدې به چاودلي وي خو دهغه په زړه کي به شک موجودوي .
په دې کي څه شک نشته چي اسلام ښځي ته د عزت مقام ورکړی دی او د هغه چا له لاسونو څخه يي ساتلي ده څوک چي ورته په سپکه سترګه ګوري او بد چلند ورسره کوي ، اسلام د ښځي لپاره هغه حقوق ټاکلي دي کوم چي يي هغه هوسا کوي او قدر يي لوړوي او د نارینه په غاړه يي دا وراچولي ده چي د هغې پاملرنه وکړي او د هغه اغزن تار خیال وساتي کوم چي د هغه اوښځي تر مېنځ پروت دی او د هغې کرامت ساتي .
ددې غوره شاهد د الله تعالی داقول دی چي فرمايي :
وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (228) سورة البقرة
دښځو هم پخپلو مېړونوداسي حقوق دی لکه چي دنارینه وو په ښځو باندي دي چي په ښه توګه به يي پوره کوي او دنارینه وو درجه ورباندي لوړه ده او الله تعالی زورور او د بشپړ حکمت څښتن دی .
همدغه آیت کریمه دښځي لپاره هم هغه حقوق ثابتوي کوم چي يي نارینه ورباندي لري اوڅرنګه چي کورنۍ چاري بې سرپرسته مخته نه بېولي کېږي او دکور دسرپرستي حقدار نارینه دی ځکه چي هغه د کور لګښت او مصارف په غاړه آخلي او ددې توان لري چي کور وساتي او ورڅخه دفاع وکړي .
دادکور سرپرستي هغه درجه ده چي ذکرشوي آیت کریمه ورته اشاره کړي ده لکه چي الله تعالی فرمايي :
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ (34) سورة النساء
نارینه پخپلو مېرمنو باندي واکمن او دچارو سمبالوونکي دي دا پدې سبب چي الله تعالی ځیني د دوی په ځینو نورو غوره ګرزولي دي او بل داچي هغوی (نارېنه) له خپلو مالونو څخه لګښت کوي .
داځکه چي الله تعالی په نارینه کي ځیني ځانګړتیاوي پیدا کړي دي چي هغه ددې اهل ګرزوي چي داستر مسئوليت په غاړه واخلي او دغه ځانګرتیاوي په لاندي توګه دي .
۱- الله تعالی نارینه اصل ګرزولی دی او ښځه يي له څخه پیدا کړي ده الله تعالی فرمايي :
وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا (1) سورة النساء
او الله تعالی له نارینه څخه د هغه ښځه پیدا کړي ده .

     
Designed by : Khaleel-Ur-Rehman Quddusi 

                    All Rights reserved .
  په اسلام کي دښځي مقام
  مخته