(درنو لوستونکیو مسلمانو وروڼو! پیغام ویب پاڼي ته ښه راغلاست ! دروژې دمبارکي میاشتي دمصروفیتونو له کبله زمونږ دپاڼي په ښه والي کي دځنډ دراتللو معذرت مو ومنئ (آزمایشي بڼه  
ښځينه طبقې د اسلام تر طلوع مخکي هیڅ انساني حیثیت او کرامت نه درلود، دجاهلیت په مرحله کي به عربودعمر په لمړیوکلونوکي ژوندۍ په خاورو کي خښولې، په نورو ټولنو کي يي هم هېڅ ارزښت نه درلود، حقوق يي ترپښو لاندي کېدل ، احساسات يي رژول کېدل ، یهودو نجسه ګڼله ، مسېحیان پدې کي شکمن وو چي آیا ښځینه بې روحه انسان دی او که روح لري؟
کله چي داسلام لمر وځلېدلو او وړانګي يي هره خوا خورې شوې دښځي مقام او شان يي هم وچت کړ، ښځه هم دنارینه په شان له ټولو حقوقو څخه برخه منه شوه اوتر ټولو لوی حق دهغې مهر دی چي اسلامي شریعت خپل اتباع پدې مکلف وګرزول چي هغې ته يي په داوطلبانه شکل او په خوشالي سره ورکړي... مهر دښځي دکرامت دساتلو په وجه يي یوازي دهغې حق دی ، مهر دهغې دنېکمرغي په خاطر او دنارینه دجنسي استمتاع په وجه یوازي دهغې حق ګرزول شوی دی ، یوازي ښځه ددې حق لري چي له شرعي ضوابطو سره سم له هغه څخه استفاده وکړي او تصرف پکي وکړي داځکه مهر دهغې شخصي ملکیت دی او دخپل جسم په مقابل کي يي آخلي او هېڅوک ددې حق نلري چي په هغه کي ځان ورسره شریک وګڼي او یا دهغې بې خوښي پرته تصرف پکي وکړي خواه که هغوی دښځي پلرګنۍ او نسبي خپلوان وي او که يي خاوند او دهغه پلرګنۍ اوخپلوان وي
: هغه څوک چي دښځي په مهر کي بې ځایه تصرف کوي اویا یوه برخه ورڅخه ورآخلي ولوکه لږوي نو دستر ظلم ارتکاب کوي او په ناجایزه يي خوري الله تعالی فرمايي
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا (29) وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا (30) سورة النساء
اې داېمان خاوندانو تاسو پخپل مېنځ کي یو دبل مالونه په ناروا او باطل سره مه خورۍ مګر که مو دخوښي په تجارت سره لاس ته راوړی وي او مه خو تاسي خپل ځانونه وژنۍ په رېښتیا سره چي الله تعالی په تاسي باندي زیات مهربان دی ، او که څوک داکار په ظلم او تجاوز سره کوي نو ژر به يي مونږ په اور وسوځوو او دا کار الله تعالی ته آسان دی 
وَآَتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا (4)سورة النساء
او ورکوۍ تاسي ښځوته د هغوی مهرونه په ډېره خوشالي سره که ښځي بیا تاسي (مېړونو) ته یوڅه شی په خوشالي سره درکړي (چي فرېب ، دوکه اوضرر په کي نه وي) نو هغه درته برکتناک دی اوپه خوند سره يي خورۍ.
دنورو آیتونو او شرعي نصوصو له مخي مېړه مکلف دی چي مهر ښځي ته مستقیما ورکړي خو پلرونه چي يي وصول کوي دوی يي وکالتاً قبض کولای شي او صرف د نکاح ولایت يي لري نه په مهرونو کي دلوڼو له اجازت څخه پرته دتصرف واک .
:بل ځای الله تعالی فرمايي 
وَلَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَأْخُذُوا مِمَّا آَتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا (229) سورة البقرة
اوتاسو نه دی روا چي هغوی ته مو څه ورکړي وي هغه بېرته واپس واخلۍ .
فَانْكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَآَتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ (25) سورة النساء
تاسي ښځي په نکاح کوۍ دهغوی دخپلوانو په اجازت سره او ورکوۍ ښځو ته د هغوی مهرونه بې جنجاله اوپه ښه طریقه سره .
(عن خَوْلَةَ الْأَنْصَارِيَّةِ رضي الله عنها قالت سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول إِنَّ رِجَالًا يَتَخَوَّضُونَ في مَالِ اللَّهِ بِغَيْرِ حَقٍّ فَلَهُمْ النَّارُ يوم الْقِيَامَةِ (صحيح البخاري
له خوله رضي الله تعالی عنها څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ځیني هغه کسان چي په ناروا او ناحقه سره دالله تعالی په مالونو کي لوېږي دهغوی لپاره دقیامت په ورځ کي ددوژخ اور دی .
او ښځه خو دحياء له وجهي دهغه چا مخي ته نشي درېدلای چي دهغې په مهر کي تصرف کوي او یايي په جېب کي اچوي او یايي پخپل کاروبار کي لګوي ، اونه خو ورته ویلای شي چي مهر ماته راکړه او دا زما حق دی ، او څوک چي دهغې دحیاء په توره دهغې حق غوڅوي نو پدې کي دیوې ذرې شک نشته چي هغه ظلم کوي اوحرام خوري .
مسلمان پلار او ورورته په کار ده چي دخپلي لور او خور په هکله له الله تعالی څخه ووېرېږي ، که نور احسان نشي ورسره کولای نو أقلاً ظلم خو دنه ورباندي کوي ، که خپله وسیله او شفقت نشي ورباندي کولای کم ازکم خپل حق مهرخو دورته ورکړي هغه حق چي هغې ته ددې دجسم په مقابل کي الله تعالی ورکړی دی او په مېړه يي فرض ګرزولی دی چي هغې ته يي وسپاري اوداداسلامي شریعت حکم دی .
ښځه یو تجارتي سامان نه دی چي واخېستله شي او یا وپلورله شي او نه خو یوه وزه ده چي کله يي مالک وغواړي ويي لوشي بلکه هغه یو مکرم انسان دی چي دنارینه وو په شان احساسات او جذبات لري ، په کوګل کي يي دنارینه غوندي یو ستر پاک زړه دی چي هغه هم درد لري او هم خپګان او اسلام دښځي په هکله زیاته توصیه کړي ده او دهغه چالپاره يي دجنت زېری ورکړی دی څوک چي دهغې پاملرنه کوي او احسان ورسره کوي، او هغه چاته يي دجهنم وعده ورکړي ده څوک چي دهغې مقام ښکته غورزوي ، حقوق يي غصبوي او ظلم ورسره کوي .
( عن أنس عن النبي صلى الله عليه وسلم قال من عال جاريتين حتى تبلغا جاء يوم القيامة أنا وهو كهاتين وضم أصابعه ( مسلم
له أنس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي دوه نجوني دبلوغ تروخته پوري وپاللې زه او هغه به داسي دقیامت په ورځ سره یوځای یو او دوه ګوتي يي جوختي ونېولې .
( عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إني أحرج عليكم حق الضعيفين اليتيم والمرأة (الترمذي وابن ماجة والبيهقي والنسائي
أبوهریره رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ددوو بېوزلانو حقوق مي ډېر ځوروي چي هغه یتیم او ښځه دي .
عن عائشة قالت جاءتني امرأة معها ابنتان تسألني فلم تجد عندي غير تمرة واحدة فأعطيتها إياها فقسمتها بين ابنتيها ثم قامت فخرجت فدخل النبي صلى الله عليه وسلم فحدثته فقال من بلي من (هذه البنات بشيء فأحسن إليهن كن له سترا من النار. (البخاري
عائشه رضي الله تعالى عنها فرمایي : چي يوه ښځه راغله دوه لوراني ورسره وي څه يې غوښتلو له ماسره صرف يوه كجوره وه هغه مي وركه او هغې خپلولورانو ته ور ووېشله چي كله ولاړه شوه او ووتله رسول الله صلى الله عليه و سلم كورته را ننووت ما قصه ورته وكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : څـوك چي الله تعالى په دې لورانو وآزمايلو او ښه یې ورسره كول د قيامت په ورځ به د دوزخ له اورڅخه ورته حجاب وي .
عن ابنِ عبَّاسٍ قال قال رسولُ الله صلى الله عليه وسلم مَنْ آوى يتيماً إِلى طعامِه وشرابه أوجبَ اللَّهُ له الجنَّةَ البتَّة إِلاَّ أن يعملَ ذنباً لا يُغفَرُ ومَن عالَ ثلاثَ بناتٍ أو مثلَهُنَّ منَ الأخَواتِ فأدَّبهنَّ ورِحمُهن حتى يغنيَهنَّ اللَّهُ أوجبَ اللَّهُ له الجنةَ فقال رجلٌ يا رسولَ الله واثنتَينِ قال أواثنتَينِ حتى لو قالوا أو واحدةً لقال واحدةً ومَن أذهبَ اللَّهُ بكريمتَيه وجَبتْ له الجنَّةُ قيل يا رسولَ الله وما (كريمتَاهُ قال عيناهُ . (مشكاة عن شرح السنة
له ابن عباس رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چاچي يو يتيم له ځان سره يوځاي په خوراك او څښاك كېنولو الله تعالى ضرور جنت د هغه لپاره واجب كوي مګـر كه یي داسي ګناه وكړه چي دبښلو وړنه وي اوچاچي درې لوڼي او يا درې خويندي وپاللې او د دلسوزي په اساس یې ترهغه وخته د هغوي ښه تربيت او پاملرنه وكړه چي دوی ورڅخه بې نيازه كېږي الله تعالى جنت ورته واجبوي يوه سړي وويل كه د يو چا دوه لوراني وې د هغه لپار ه هم دازېری دی ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: كه یي دوه لوراني وي هم داسي دی ابن عباس رضي الله تعالى عنه وایي كه چاورته ويلي وای كه د چا يوه لوروه نوهم دغه د بشارت جواب یې وركولو او له چا څخه چي الله تعالى دوه قدرمني واخيستلې جنت ورته واجب شو پوښتنه وشوه دوه قدرمني څه دي يا رسول الله؟ ویې فرمايل: دوه سترګي دي.
(عن بن عباس قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من كانت له أنثى فلم يئدها ولم يهنها ولم يؤثر ولده عليها أدخله الله الجنة. (أبوداوود
له ابن عباس رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم وفرمايل د چاچي يوه لور پيدا شي او ژوندۍ یې خښـه نكړي او په خواره سترګـه ورته ونه ګوري اوزوی په هغه لور زيات ونه ګڼي الله تعالى به یې یقیناً جنت ته داخل كړي.
دښځینه وو په وړاندي هغه ظلم او دهغې په حقوقو تجاوزچي زمونږ په ټولنو کي رواج لري او دیانتداره اوبې دینه پوهان او ناپوهان ټول ورباندي اخته دي داهم دښځي دژوندۍ خښولو یوه عصري بڼه ده چي الله تعالی به يي دقیامت په ورځ ضرور پوښتنه کوي الله تعالی فرماي
وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ (8) بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ (9) سورة التكوير
او چي کله په خاورو کي درنه پټه شوي نجلۍ وپوښتله شي چي په کومه ګناه وژلي شوي وه ؟
مفسرین لیکي چي عربو به خپلي نجوني ژوندۍ ترخاورو لاندي کولې او بیابه يي خاوري ورباندي واړولې او دجرم دلویوالي په وجه به الله تعالی له همدغي ماشومي څخه ددې پوښتنه کوي چي ستا څه جرم په دنیاکي څه وو چي وژل شوي وې .
که عربو دجاهلیت په دوره کي نجوني دماشومتوب په حالت کي ژوندۍ په خاورو کي خښولې خو مونږ دښځو دلوی والي په حالت کي داسي خاوري ورباندي اړوو چي نه خو مري او نه رغېږي ددې اصلي عوامل خو یا زمونږ ناخبري ده چي پدې هکله داسلامي شریعت درېځ راته معلوم نه دی او یا خويي عامل زمونږ دایمان کمزورتیا ، دمادیاتو مېنه او دآخرت په هکله لاپروايي ده کوم چي يي دې ظلم ته دجواز بڼه ورکړي ده .
دهمدغه لالچ او تمي او دمادیاتو دمیني په اساس طبیعي خبره ده چي پلرونه او یاقریبان دلور اوخور دورکولو په وخت کي یوازي دا په پام کي نیسي چي څوک زیاتي پیسې ورته ورکوي ترڅو هغه خپل کاروبار ته ورباندي وده ورکړي او یاخپل پورونه ورباندي پرې کړي او یا خپل کور ورباندي وچلوي او په هغه چا داخپله لور وپلوري څوک چي يي جېب ورډک کړي ، په دې صورت کي خونه دهغې مشوره اخېستله کېږي او نه پخپله دېته ګوري چي آیا له همدغه نارینه سره به زما دلور ګډ ژوند څرنګه وي او یا به په دې کورنۍ کي دهغه دخور او لور مستقبل څه ډول وي .
کومي پیسې چي پلار آخلي ولوکه دمېړه له ذمې څخه مهر ساقط کېږي ځکه چي پلار يي ولي الأمر دی او هغه يي قبض کولای شي خو دا په حقیقت کي انسان پلورنه ده چي پلارخپله لور پداسي شکل خرڅه کړه چي څوک ورته درواج له مخي دملامتي ګوته نشي نیولای .
اوچي کله واده شي لوريي هم په سرو سترګو ژاړي ځکه چي غالباً پداسي کور کي واده شوي وي چي دورکولو په وخت کي دهغې کورنۍاخلاق او دیانت په پام کي نه وونېول شوي او پلرګنۍ يي هم ورباندي خواشیني وي ځکه چي لورته يي ډول ډول پرېشانیوي او ستونځي متوجه وي او دا ډول رشتې ګڼي غیر متوقع ستونځي رامېنځ ته کوي ، که پلرونه او دښځي قریبان دا تګلاره عملي کړي چي مهر دښځي حق دی او هغې ته به يي ورکوي بیابه ضروردهغې دورکولو په وخت کي یوازي د مقابل لوري نسب ، اخلاق او دیانت په پام کي نیسي اودروغ ځای انتخاب به کوي او کوم مادي لالچ او یا دروپو تمه به پکي نه وي .
مسلمانو پلرونو او قریبانو ته په کار ده چي کله هم مهر تسلیم کړي هغه فوراً ښځي ته وسپاري او هغه په دې پوه کړي چي دا ستا حق دی او چي څرنګه دخوښه وي هغسي تصرف پکي کوه ، که پلار بېوسه وي نو دوستان دنه پالي او هغوی ددودپالني دغوښتلوهېڅ حق نلري او که يي وس وي نو پخپله شتمني کي ددوستان وپالي او که دښځي دواده کولو په وخت کي ښځه وغواړي چي هغې ته دکور سامان واخېستل شي نو بیا ددهغې په روپو ضروري سامان آلات واخېستل شي او پاته شوی مبلغ د یا ورته ورکړي چي هغه يي له ځان سره یوسي او که يي دضایع کېدلو وېره وي بیاديي نسبي قریب ورته وساتي او یا ديي دښځي لپاره د هغې په مشوره په داسي تجارت کي ولګوي چي هم يي سرمایه ساتلي وي او هم وده ورته وکړي .
مونږ پلرونه او وروڼه دېته هم باید ځېر شو چي که زمونږ لور اوخور په دې فاني جهان کي دحیاء په وجه له مونږ څخه دخپل حق غوښتنه ونکړي خو دقیامت په ورځ به دهغې لاس او زمونږ ګرېوانونه وي او الله تعالی به له مونږ څخه دهغې دحقوقو په هکله پوښتنه او ګروېږنه کوي بیا به زمونږ ځواب څه شی وي ؟
زیات تره پلرونه په همدغه مهر کي ناروا دودونه پالي ، دوستانو ته لونګۍ ورکوي ، وربښي يي ، مېلمستیاوي پکي کوي ، حساب هم له ځان سره نه نیسي او په ګومه خاته کي يي لګوي او بیا وايي چي ټولي مي په دوستانو ولګولې خپلي مي هم لا پکي ولاړې ، آیا مونږ به الله تعالی ته هم داځواب وایو چي ټولي مي په دوستانو اودې ښځه باندي ولګولې او که دلګولي هم وي آیا په دې لګښت کي دهغې مشوره شامله وه او که نه؟
په دې هکله هر مسلمان ورورته جدي فکر کول په کار ده او هر پلار او ورور باید دا کار له خپل ځان څخه پیل کړي او دادبهانه نه ګرزوي چي ټولنه ټوله په دې رنځ اخته ده او نه دا عذر شرعاً مقبول دی هرڅوک به دقیامت په ورځ دخپل عمل او کړنلاري په هکله پوښتل کېږي 
Designed by : Khaleel-Ur-Rehman Quddusi 

                    All Rights reserved .
 دښځي خرڅول که ولور اخېستل